احمدولي‌ هوتک خپل روسی سیال مات کړ او اتلولي یې خپله کړه

۴ ورځې مخکې

د ازادو لوبو افغان اتل احمدولي هوتک په بیلاروس کې خپل روسي سیال ته په ماتې ورکولو سره اتلولي تر لاسه کړه.

د هوتک د لوبیز ژوند په نړیوالو سیالیو کې دا ۱۲مه بریا وه چې تر لاسه کوي یې.

د افغانستان د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي‌احمدولي‌ هوتک نن شپه د بیلاروس په کوربتوب خپل روسي سیال «ارسن پارخوګاژیف» ته ماتې ورکړه.

هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کټګورۍ کې د دې لوبې په ګټلو سره د «ډبیلو ټي کې ایف» سازمان اتلولي خپله کړه.

دا په لوبیز ژوند کې په نړیوالو سیالیو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه او تر دې وړاندې یې یوازې یوه ماته خوړلې ده.

نور خبرونه

رادیو