د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک د ۱۴۰۴ کال د لړم په لومړۍ نېټه د بلاروس په پلازمېنه مینسک ښار کې له روسي سیال ارسن پارکخوگاجیف سره مخامخ کېږي.
په دغه سیالیو د ګډون لپاره د وزن انداز کولو پروسه نن ترسره شوې ده.
۳۵کلن افغان لوبغاړي احمدولي هوتک تر اوسه په ۱۲ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۱ یې ګټلي او یوازې یوه یې بایللې ده.
د هغه دغه مبارزه به د «ډبلیو ټي کې ایف» سازمان د ۷۰ کیلوګرام وزن د اتلولۍ کمربند لپاره وي، چې په دریو پنځه دقیقه ییزو مرحلو کې ترسره کېږي.
هوتک خپل څلور مخالفین د ناک اوټ له لارې او څلور یې د سبمېشن له لارې مات کړي دي.
د هغه نورې درې بریاوې د لوبڅارانو د پریکړې له مخې شوي.
بل لور ته ۲۸ کلن روسی مبارز ارسن پارکخوګاجیف تر دې دمه په ۳ حرفوي سیالیو کې برخه اخیستې ده او ټولې یې ګټلې دي. هغه تر اوسه هیڅ ماته نه ده خوړلې.

