د مالیزیا په کولالمپور ښار کې نن یکشنبه د (لړم ۳مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې د تایلنډ او کمبوډیا لومړي وزیرانو د سولې تړون لاسلیک کړ. د تایلنډ لومړي وزیر انوتین چان ویرکول او د کمبوډیان لومړي وزیر هون مانات د «اړیکو د بیا رغولو» ژمنه هم کړې ده.
د دې تړون پر مهال د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم ګډون درلود.

