جرمني د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې تر ۱۷زرو ډېر کډوال خپلو هېوادونو ته شړلي چې دا د تېر کال پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي. د جرمني د ایالتونو مشرانو تازه له فډرالي حکومت څخه د مجرمو افغان او سوريايي کډوالود شړلو غوښتنه کړې ده.
د جرمني رسنیو شنبه د (لړم۳مه) راپور ورکړی، چې ډېری شړل شوي کډوال د ترکیې او ګرجستان اوسېدونکي دي، چې له هرو پنځو کډوالو څخه یو یې ماشوم او یا زلمی دی. د جرمني د ایالتونو مشران د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر د هغې تګلارې ملاتړ کوي، چې غواړي افغانستان او سوریې ته د کډوالو شړلو لړۍ بیا پيل کړي.
تېره جمعه په ماینتس ښار کې د ایالتونو د مشرانو په غونډه کې له فډرالي حکومت څخه غوښتنه وشوه، چې د سوریې او افغانستان مجرم او خطرناک کډوال دې بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.
دغه ډول هغوی له فډرالي حکومت څخه د هغو کډوالو لپاره د توقیف ځایونو جوړولو غوښتنه هم وکړه، چې د شړلو حکم یې صادر شوی دی.
د جرمني د مخالفو ګوندونو او بشري حقونو سازمانونو له دې هېواد څخه د افغان کډوالو پر شړلو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د طالبانو له لورې د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.
دوی د سوریې د کډوالو شړلو ته هم ګوته نیسي او وايي، چې سوریه اوس هم خوندي هېواد نه دی.

