اسراییل د سره صلیب او مصري ډلو ته اجازه ورکړه، څو په غزه کې د یرغمل شویو جسدونه ولټوي

۴ ورځې مخکې

د اسراییلي حکومت یوه ویاند ویلي، چې د سره صلیب ډلې او مصري مرستندویانو ته اجازه ورکړل شوې، څو د وژل شویو اسراییلي برمته شویو کسانو مړي ولټوي. تر دې وړاندې اسراییل غزې ته د مصري ډلو د تګ او د مړو د لټون په برخه کې د هغوی له همکارۍ سره مخالفت کړی و.

د غزې د ویجاړیو له لاندې د برمته شویو کسانو د جسدونو موندل د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند یو ستر خنډ لرې کوي.

حماس ویلي، چې دوی تر اوسه د پاتې ۱۳ برمته شویو کسانو مړي نه‌ دي موندلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې په «ټروټ سوشال» شبکه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی و، چې که حماس د ۴۸ ساعتونو په موده کې د برمته شویو کسانو مړي چې په هغو کې دوه امریکایان هم شامل دي بېرته ورنه کړي، نو د سولې په بهیر کې ښکېل هېوادونه به اقدام وکړي.

حماس د دې دوه ورځني ګواښ په غبرګون کې ویلي، چې دا ډله نه غواړي د داسې کوم عمل له لارې اسراییل ته پلمه ورکړي، چې د پوځي عملیاتو د بیا پیل لامل شي.

د اسراییل بریدونه لا هم د غزې په ټوله سیمه کې روان دي او هغه نازک اوربند ته ګواښ پېښوي، چې د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی او اوس خپلې درېیمې اوونۍ ته داخل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو