د پاکستان پوځ وايي د استانبول له ناستې سره هممهاله پاکستاني طالبانو برید کړی

۴ ورځې مخکې

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې په کورمه او شمالي وزیرستان کې د ۲۵ جنګیاليو د وژلو خبر ورکړی. یاد پوځ ویلي، برید داسې مهال شوی، چې ترکیه کې د افغانستان او پاکستان پلاوي په خبرو بوخت دي.

پاکستاني پوځ د خپلو ۵ سرتېرو وژل کېدل هم تایید کړي.

ټي ټي پي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پاکستاني جنګیالیو دوې ډلې یې کورمې ولسوالۍ او شمالي وزیرستان ته د داخلېدو پرمهال په نښه کړې او ۲۵ جنګیالي یې وژلي دي.

پاکستاني پوځ په دې جګړه کې د خپلو پنځو تنو سرتېرو وژل کېدل هم تایید کړي دي.

د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې لس جنګیالي په کورمه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو تراوسه د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د پوځ په وینا، د جنګیالیو دغه نفوذي هڅې داسې وخت کېږي چې د پاکستان او افغانستان پلاوي په ترکیه کې په مذاکراتو بوخت دي او « دا چلند د افغانستان د موقت حکومت د ریښتینې ارادې په اړه شکونه راپاروي».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې پاکستان تل له افغان موقت حکومت نه غوښتي چې پر خپلې خوا د پولې د اغېزناک مدیریت ډاډ ورکړي او د دوحې تړون د مکلفیتونو له مخې جنګیالیو ته پر پاکستان د برید اجازه ور نه کړي.

افغان طالبانو وخت ناوخته د پاکستان د پوځ ادعاوې رد کړې دي او وايي، د پاکستاني طالبانو موضوع د پاکستان کورنۍ مساله ده.

نور خبرونه

رادیو