ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ضد وژل شوي قوماندان جنرال داود داود یو پخوانی سرتېری او ساتونکی د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، کمین جان د فرخار ولسوالۍ په چشمه ګرمک کلي کې نامعلومو وسله والو وژلی.
دغه پخواني سرتیري ته نږدې سرچینو نن د شنبې ورځ، د لړم ۴مه وویل چې هغه "درې وسله والو کسانو چې په سراچه ډوله موټر کې سپاره ول، په ډزو وواژه.
د سرچینو په وینا، کمین جان په پخواني حکومت کې شاوخوا ۱۲ کاله د شمالي پولیسو زون قوماندان جنرال داود داود د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتېری د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بېرته راستنیدو وروسته په فرخار کې په کرنه بوخت شو.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د کمین جان د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.
ځینو سیمه ییزو سرچینو طالبان د دغه پخواني سرتیري په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

