د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي،د پاکستاني طالبانو ډیرې څانګې د یاد هېواد د امنیتي ادارو په مرسته پر افغان طالبانو د نفوذ او ډیورنډ کرښې د امنیت په موخه جوړې شوې، خو اوس دغه ډله پاکستان ته لوی سرخوږ ګرځیدلی. ډان ویلي، د ټي ټي پي او افغان طالبانو په اړه د پاکستان محاسبه غلطه ثابته شوې.
یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، چې ټي ټي پي په تېرو شلو کلونو کې د پاکستان له خوا د سیمه ييزې ستراتیژۍ د یوې وسیلې، پر افغان طالبانو د نفوذ او د دیورنډ کرښې د امنیت ټینګولو په توګه کارول کېده، خو اوس د ټي ټي پي ډله د پاکستان د امنیتي تګلارې د کمزورۍ لامل ګرځېدلې ده.
ډان ویلي، چې د ټي ټي پي او افغان طالبانو په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو محاسبه غلطه ثابته شوې ده او اوس پر هېڅ ډلې نفوذ نه لري.
د یادې ورځپاڼې د مقالې لیکوال ویلي، چې پاکستان د خپلو امنیتي تګلارو له مخې هڅه کوله د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو له لارې پر کابل ډېر نفوذ ولري، خو اوس یادې ډلې په پاکستان کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالې لامل شوې دي.
د ډان په وینا، ټي ټي پي د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو پرمهال هم لوی خنډ ګرځیدلی، ځکه افغان طالبان له ټي ټي پي سره د خپلې ګډې ایډیالوژۍ له مخې د پاکستان په غوښتنه د یادې ډلې پر ضد اقدام نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تیرې ورځې راهیسې په استانبول کې دوهم پړاو مذاکرات دوام لري او د راپورونو له مخې، طالبانو پاکستان ته او پاکستان طالبانو ته خپلې مسودې سپارلې دي.
طالبانو ویلي، چې په یاده مسوده کې د پاکستان له خوا د افغانستان د ځمکني او هوايي حریم نه نقضول، د افغانستان پر ضد مخالفې ډلې ته اجازه نه ورکول او د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد نه کارول، شامل دي.

