ډېپلوماټ مجلې شنبه د (لړم ۳مه) د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوې مقاله کې لیکلي، طالبان هوښیار او لوستی ملت د خپل واک لپاره ګواښ بولي چې له همدې امله یې عصري زده کړې او انټرنېټ محدود کړی دی. وایي، باید د بشري حقونو د سرغړونو په تور لېسټ کې د طالبانو نور مشران هم ورزیات شي.
ډېپلوماټ مجله وړاندې کاږي چې انساني کړاوونه او بېځوابه بنسټپالنه د داسې امنیتي ناورین دروازې پرانیزي، چې خورا پراخه ساحه زیانمنه کولای شي. مجله زیاتوي، تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته طالبان بیا هم دا ثابتوي، چې د هغوی استبداد هیڅ پوله نه لري.
د تبصرې لیکوال وايي: «طالبانو په افغانستان کې انټرنېټ محدود کړی دی.دا کار ښځې، ماشومان او په عام ډول ملت ځوروي او دا چاره نړۍوال امنیت ته هم ګواښ کېدای شي».
د لیکوال په باور، د دې پر ځای چې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وشي یا د بګرام اډه بېرته ترلاسه شي، باید نړۍوال مشران د طالبانو پر ضد د حساب ورکولو میکانېزمونه جوړ او عملي کړي، څو د افغان ملت هغه هیلې وغوړوي چې طالبانو یې مخه نیولې ده.
لیکوال زیاتوي چې طالبانو د بیان د ازادۍ،نجونو د زده کړو، ازاد فکر او خپلواکو رسنیو مخه نیولې ده؛ خو بیا هم افغان خبریالان، مدني فعالان او ښوونکي په انلاین بڼه کار کوي او خپلواکې رسنۍ چلوي چې د ظلم سندونه ثبت کړي او د هیلو څرک ژوندی وساتي.
ډېپلوماټ مجله لیکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې اوبېوزلي ډېره شوې ده.
مجله مخکې لیکي، چې طالبان یو ځل بیا افراطیت ته زمینه برابروي او غواړي افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل کړي. هغوی له دې پرته چې په خپلو تګلارو کې اصلاحات راولي نړۍوال مشروعیت غواړي او هغه هېوادونه چې طالبانو ته د نړۍوال مشروعیت لپاره هڅې کوي په حقیقت کې هغوی هم نړۍوال ثبات ته ګواښ پېښوي.
د مجلې لیکوال زیاتوي: «کارپوهان له ملګرو ملتونو او هېوادونو څخه غواړي، چې په تور لېسټ کې د طالبانو نور مشران هم ورزیات کړي، د هغوی سفرونه محدود کړي او شتمنۍ یې کنګل کړي».
د لیکوال په ټکو، نړۍوال مشران باید د افغانانو غږ بدرګه کړي، په ځانګړي ډول د ښځو او مدني ټولنو د استازو ملاتړ وکړي او هغوی د افغانستان په اړه د بحثونو سټیج ته راوبولي.
لیکوال د طالبانو لهخوا د نجونو زړه کړو ته په اشارې سره وايي: «د زده کړو، د نجونو د زده کړو مخه نیول دیني او فرهنګي نه، بلکې د طالبانو د واکمنۍ مسئله ده.طالبان له هوښیار او لوستي ملت څخه ډارېږي، ځکه هوښیار او لوستی ملت د هغوی واکمنۍ ته لوی ګواښ دی».

