احمد الشرع د «راتلونکې پانګونې نوښت» کنفرانس کې د ګډون لپاره ریاض ته ځي

۴ ورځې مخکې

د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع به دا اوونۍ په ریاض کې د «راتلونکې پانګونې نوښت» کلنۍ نړۍواله غونډه کې ګډون وکړي. تمه کېږي، چې نوموړی به په دې کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په کوربتوب تر سره کېږي وینا هم وکړي.

رویټرز ته دوو باخبرو سرچینو ویلي، چې احمد الشرع به په دې کنفرانس کې هڅه وکړي چې سوریه د ۱۴ کلونو جګړې وروسته یو ځل بیا نړۍوالو ډيپلوماټیکو او اقتصادي ډګر ته راوباسي.

د سوریې او سعودي عربستان حکومتونو تر اوسه په دې اړه د رسنیو پوښتنو ته کوم غبرګون نه‌ دی ښودلی.

له هغه راهیسې چې احمد الشرع د بشارالاسد پر ځای د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه واک ته رسېدلی، ګڼ بهرني سفرونه یې کړي او په څو مهمو نړۍوالو غونډو کې یې ویناوې هم کړې دي.

ریاض د مې په میاشت کې د یوه تاریخي لیدنې کوربه و، چې پکې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کې ګډون کړی و.

ښاغلي ټرمپ په دغه لیدنه کې احمد الشرع وستایه او ژمنه یې وکړه، چې د سوریې د بیا رغونې لپاره به ټول بندیزونه لرې کړي. د نړۍوال بانک د اټکل له مخې، د سوریې د بیا رغونې لګښت شاوخوا ۲۱۶ میلیارد ډالره دی.

احمد الشرع چې څو ځله یې له نړۍوالو قدرتونو غوښتنه کړې چې د سوریې د بیا رغونې په بهیر کې برخه واخلي، ټاکل شوې په ریاض کې د دې کنفرانس پر مهال د نړۍوالو سیاسي او اقتصادي څېرو په منځ کې وینا وکړي.

د «راتلونکې پانګونې نوښت» نهمه دوره به د دوشنبې له ورځې (د لړم ۵مې) نېټې څخه بیا د همدې میاشتي تر چهارشنبې پورې د درېیو ورځو لپاره د نړۍ د مشرانو او پانګه‌ والو په ګډون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو