طالبان وایي،‌ تېره اونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات شوي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د (لوم ۴مه) ویلي چې په تېره اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۶۱۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دې انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.

د حیرتان له لارې (۹۳۲۳۸) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۳۹۵) ټنه، د تورې غونډۍ له لارې (۱۸۰۲۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۸۹۵۹) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۲۹۶۱۲) ټنه کېږي.

محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي.

هغه ویلي، چې د صادراتو په لړ کې د (۱۲۶) ټنو په اندازه وچه مېوه صادره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان صادرات د وارداتو پرتله یوه سلنه هم نه کېږي. که د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن نه وي د هغه هېواد اقتصاد ته زیان اوړي او په مصرفي هېواد بدلېږي.

نور خبرونه

رادیو