د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې سوله او ثبات د ایران لپاره مهم دي.
هغه وویل چې د ایران په ګاونډ کې سوله د ټولې سیمې لپاره د زیات ثبات او امنیت په معنا ده.
پرون ماسپښین په تهران کې د خبرو اترو پر مهال اسماعیل بقايي وویل چې ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې ټینګولو لامل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې تهران چمتو دی د دې پروسې په دوام کې مرسته وکړي.
بقايي وویل، چې له دواړو ګاونډیو هیوادونو سره د ایران تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې د سیمه ییزې همکارۍ لپاره یو مهم پلیټ فارم دی.
هغه هیله څرګنده کړه، چې وروستی اوربند به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دوامداره خبرو اترو او باور جوړونې لپاره یوه پیلامه وي.

