نورالله نوري: پرون په سنګر او نن مو په څوکۍ او منصب کې ازموینه ده

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي، چې پرون طالبان د سنګر په سختیو کې ازمویل کېدل او نن یې په څوکۍ او منصب کې ازموینه ده.

نوري زیاتوي، «مسوولیت یوه ابتلاء ده، موږ هم په سختۍ او هم په اسانۍ کې ازمویل کېږو».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن یکشنبه، د لړم ۴مه، ویلي، چې د یاد وزارت وزیر نورالله نوري دا څرګندونې د سرحدي پلټنو نوي معیین عنایت الله شجاع د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

د ناستې د پیل په وینا کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نوري د «نیتونو او عملونو» د اصلاح او مسوولیت په هکله خبرې کړې دي.

نوي ټاکل شوي معیین شجاع په دې غونډه کې ویلي، « دا یو سعادت دی چې الله تعالی د اسلامي امارت په ټولګي کې داخل کړي یو».

د نوموړي په وینا، « مسوولیت یو دروند نوم دی او معنا یې داده چې له تا څخه به د خپل کار په اړه سوال او پوښتنه کېږي».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د سرحدي پلټنو نوی معیین عنایت الله شجاع د ملاهبت الله په حکم ټاکل شوی دی او له دې وړاندې د ارزګان والي و.

نور خبرونه

رادیو