د کاناډا لومړی وزیر وايي، امریکا سره د سوداګرۍ په تړاو خبرو اترو ته چمتو دی

۶ ورځې مخکې

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې که امریکایان وغواړي، نو دوی ورسره د سوداګرۍ په تړاو خبرو اترو ته چمتو دي. هغه په انټاریو ایالت کې د انرژۍ له یوې پروژې د لیدنې پرمهال زیاته کړې، که څه هم دوی د خپل ګاونډي سوداګریزیزې سیاست نه‌شي کنټرولولی؛ خو همکارۍ ته ورسره چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې اترې پای ته رسوي.

نوموړي د دغه پرېکړې لامل په کاناډايي ټلویزونونو کې د هغه اعلانونو خپرېدل یاد کړي چې په سپکه ژبه یې پر کاناډا د امریکا تعرفې غندلې وې.

نور خبرونه

رادیو