د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان له نوې لومړۍ وزیرې سانايي تاکایچي سره په توکیو کې د سوداګرۍ او امنیتي همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي. دواړه خواوو د نادرو منرالونو او مهمو فلزاتو د برابرولو تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د چین د صادراتي محدودیتونو له اغېزو ځان ژغورل دي.
ټرمپ د لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه د تاکایچي د ټاکل کېدو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د واشنګټن او توکیو اړیکې به تر بل هر وخت پیاوړې وي. د یادې لیدنې پرمهال د امریکا ولسمشر پر جاپان د تعرفو کمېدو سربېره د ۵۵۰ مېلیارد ډالرو پانګونې ژمنه هم وکړه.

