د برېتانیا لومړي وزیر د غزې د سولې په هڅو کې د ترکیې رول وستایه

۶ ساعتونه مخکې

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر د غزې د سولې په هڅو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان رول ستایلی او ویلي یې دي، چې لندن او انقره د غزې د اوربند د لومړي پړاو د ژر عملي کولو لپاره ګډ کار کوي.

بلخوا، بیا اردوغان د برېتانیا له لوري د فلسطین د دولت د رسمي پېژندنې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه د اوربند د ساتنې په برخه کې «دروند ګډ مسوولیت» لري.

دغه اوربند چې له درېیو اوونیو راهیسې روان دی، لا هم پخپل ځای پاتې دی. راپورونه ښيي، چې د حماس ډلې غړي د غزې په سیمه کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د پاتې شونو د لېږد بهیر پیل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو