د اسراییل پوځ د دوشنبې په ماښام د لړم په پنځمه نېټه اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په غزه کې د یوه بل وژل شوي بندي مړی د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې څخه ترلاسه کړی دی.
د پوځ په خبره، د وژل شوي کس مړی د حماس له لوري سره صلیب ته سپارل شوی دی.
د راپورونو له مخې، مړی د پېژندنې لپاره د تلابیب د ابو کبیر طبي قانوني موسسې ته لېږدول کېږي.

