د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۵ ورځې مخکې

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، وچکالۍ او د کډوالو ستنېدو د فقر او بې‌کارۍ ناورین لا پسې زیات کړی دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې د نړۍوالو مرستو کمېدو د دې سازمان د سیمه‌ییزو مرکزونو وړتیا محدوده کړې، څو له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

دغې شورا د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه پر اېکس پاڼې په یوه یادښت کې د بادغیس ولایت د اوسني وضعیت له پایلو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویلې دي، چې د دې سازمان ټولنیز مرکز په دغه ولایت کې د مرستو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی، چې د افغانانو د ملاتړ لپاره بېړنۍ نړۍوالې مرستې مهمې دي. دغه بنسټ مخکې هم ویلي و، چې هره ورځ لسګونه زره افغانان له ایران څخه هېواد ته ستنېږي؛ خو د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي سرچینې شتون نه لري.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر مخکې په افغانستان کې د وچکالۍ، د بودیجې د کمښت او ګڼو ناورینونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه مرستې لا هم د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې یوازینی تمویل ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو