د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي مشر عبدالباري عمر وايي، چې د هېواد پرمختګ یوازې د حکومت دنده نه، بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي په یوه پیغام کې له خلکو غوښتي: «دا نظام له تاسو پیسې نه غواړي، خو د هېواد د ابادۍ لپاره هر څوک باید خپل رول ولوبوي.»
عبدالباري عمر د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې په یوې غږیزې وینا کې ویلي، چې که غواړو په اقتصاد، صنعت، سوداګرۍ او نورو برخو کې پرمختګ وکړو، نو له نظام سره باید اوږه په اوږه همکاري وکړو.
نوموړي دا هم ویلي، چې په هېواد کې سوداګر او صنعتکاران شته او که په ګډه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وشي، هېواد به پر ځان بسیا شي.
عمر دا څرګندونې په داسې مهال وکړې، چې د طالبانو مشر اړوندو مسوولینو ته د کونړ پر سیند د بند د جوړولو لارښوونه کړې ده؛ هغه پروژه چې ډېر افغانان یې د عملي کېدو هیله لري.

