د تایلنډ د شاهي کورنۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد پخوانۍ ملکه سریکیت د ۹۳ کلونو په عمر د جمعې په ورځ مړه شوې ده.
د تایلنډ د ملکې مور له ۲۰۱۲ کال راهیسې د فلج له کبله په عامه توګه نه وه راڅرګنده شوې او په ۲۰۱۹ کال کې په روغتون کې بستر شوې وه. د یاد هېواد شاهي ماڼۍ ویلي چې نوموړې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د وينې انتان پيدا کړ او د جمعې په ماښام د اکټوبر ۲۴مه مړه شوه.
د تایلنډي رسنیو د راپورونو له مخې د ملکې د مور د مړینې له کبله د شاهي کورنۍ لپاره يو کلن ویر اعلان شوی دی. د دې هېواد لومړي وزیرانوتین چارنویرکول د هغې د مړينې له امله مالیزیا ته خپل سفر هم لغوه کړی دی.
ملکه سریکیت د پاچا بومیبول ادولیادېج مېرمن وه چې د ټايلند د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله پاچا بلل کېږي. نوموړې د فقر ضد پروژو او د ښځو د رول د پیاوړتیا په برخه کې مهمه ونډه لرله.

