تازه د امریکا حکومت اعلان کړی چې د پولو د امنیت او په ورته وخت کې دغه هېواد ته د ننوتو هغو کسانو د لټون په برخه کې د څېرې پېژندنې ټکنالوژي کاروي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې ده.
په همدې تړاو نوې مقرره به د راتلونکې ډسمبر میاشتې په وروستیو کې پلي شي چې له مخې به یې د بهرنیانو د داخلېدو او وتلو پر مهال د عکس اخیستل لازمي وي. دغه مقرره به د ماشومانو او زړو کسانو لپاره هم د عملي کېدو وړ وي.
په امریکا کې د بشري حقونو فعالانو بیا د امریکا د حکومت دغه اقدام د کډوالۍ پرضد د ډونالډ ټرمپ د تګلارې یوه برخه ګڼي او نیوکه کوي چې دا ټکنالوژي د وګړو له شخصي حریمه سرغړونه ده.

