ابراهیم صدر د اقتصادي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ

پرون

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ددغه وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان په څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه، ایران ته لاړ. له ابراهیم صدر سره په سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي هم ملتیا کوي.

قانع ویلي، چې د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا او د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د یاد سفر موخې دي.

نور خبرونه

رادیو