د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې د تیرې ورځې په تعقیب نن هم دوام کوي او پایله به یې د دواړو لوریو تر هوکړې وروسته له رسنیو سره شریکه کړل شي.
تېره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب په مشرۍ د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ دویم پړاو خبرې پيل شوې. د طالبانو حریت راډيو پر خپله اېکس پاڼه د ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي، چې د تېرې ورځې په تعقیب به نن هم خبرې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، کله چې دواړه لورې په بشپړ ډول موافقې ته سره ورسېدل، د خبرو پایله به یې له رسنیو سره شریکه کړي. د دې مذاکراتو لومړ پړاو د اکټوبر پر ۱۹مه نېټه په دوحه کې پيل شو چې په پایله کې یې د دواړو لورو تر منځ اوربند وشو.

