د طالبانو سرې میاشتې په لغمان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیري خوراکي توکو مرسته کړې

۷ ورځې مخکې

د طالبانو سرې میاشتې ادارې د پنجشنبه په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لغمان په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیري‌ خوراکي توکو مرسته کړې.

طالبانو ویلي، چې دغه مرسته یې د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له لورې چمتو شوې.

د طالبانو سرې میاشتې ادارې زیاته کړې، چې په مرسته شویو توکو کې ۲۱ قلمه غيري خوراکي‌ توکي شامل دي.

طالبانو ویلي، چې دغه مرسته یې د خپلو تېرو بشري مرستو په دوام کړې.

نور خبرونه

رادیو