د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه اعلان کړی، چې له کاناډا سره د سوداګرۍ په تړاو ټولې خبرې پای ته رسوي. ټرمپ ویلي، دغه پرېکړه یې په کاناډايي رسنیو کې د هغه اعلانونو په غبرګون کې کړې چې په «سپکه ژبه» یې د امریکایي تعرفو په اړه نیوکې کړې وې.
د کاناډا حکومت ویلي، هڅه کوي چې له امریکا پرته نورو هېوادونو سره د خپلو توکو د صادرولو لارې چارې ومومي. د امریکا له لوري پر کاناډا د تعرفو له لګولو وروسته د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ په تړاو خبرې روانې وې؛ خو ټرمپ تازه پرېکړه کړې، چې دغه خبرې پای ته ورسوي.

