د تاجکستان ولسمشر په دوشنبې ښار کې د ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په اړه د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو په دریم کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې ثبات نه یوازې د دې هیواد لپاره بلکې د تاجکستان او ټولې سیمې د امنیت لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
اویستا خبري اژانس په خپل خبر کې ویلی، امام علي رحمان د ګډو خپلواکو دولتونو د درېیم کنفرانس پر مهال د غړو هېوادنو د پولو په اوږدو کې د افراطیت او ترهګریزو نظریو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ. او د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یې د استخباراتي ادارو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د تاجکستان ولسمشر وویل: «موږ باید نه یوازې خپلې ملي ګټې، بلکې د ټولو غړو هیوادونو امنیت هم په پام کې ونیسو.»
هغه د نشه یي توکو قاچاق په ځانګړې توګه د مصنوعي نشه يي توکو زیاتوالی د اندیښنې وړ وباله او دا یې د ترهګرو ډلو د تمویل له اصلي سرچینو څخه وګڼله.
دا څرګندونې هم مهاله دوشنبې ته د طالبانو د سفر سره ورته والی لري.
د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د تاجکستان له چارواکو سره د امنیتي موضوعاتو په اړه لیدنه او خبرې کړې.
د ګډو خپلواکو دولتونو سازمان د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شوی. د دې سازمان غړي هېوادونه روسیه، مولداوي، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، بلاروس، ازبکستان، ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت دي.

