په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بیکدلي، ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د شخړو موضوع باید له پامه ونه غورځول شي، او دواړه هېوادونه باید د «هرېرود سیند»په اړه یوې نوې هوګړې ته ورسېږي.
بیکدلي د یوې ایراني رسنۍ «ایرنا»خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «زموږ د دیپلوماسۍ دنده دا ده چې د خبرو له لارې مقابل لوری قانع ورکړو چې هغه هېوادونه چې د ګډو اوبو د سرچینو په لوړ جریان کې موقعیت لري، د نړیوالو حقونو او چاپېریالي اصولو له مخې د ښکته هېوادونو پر وړاندې مسوولیت لري».
نوموړي په تېرو کلونو کې د هرېرود د حقاوبې د موضوع د نهتعقیب له امله نیوکه کړې او پوښتنه یې مطرح کړې چې «ولې د دې مهمې مسلې پر سر لازم ګامونه نه دي پورته شوي؟»
د ایران سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان د اوبو شخړې یوازې له ایران سره نه دي، بلکې له پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم ورته اختلافات شته.
هغه زیاته کړې: «د بېلګې په توګه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو اوبو په اړه څېړنې شوې دي، په ځانګړې توګه د کونړ د سیند د سرچینو په اړه، او دا موضوع اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه برخه ده».
بیکدلي همدارنګه د افغانستان د اوبو د زیات استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نفوس د چټک زیاتوالي او د کرنې او اوبخورۍ د دودیزو لارو د دوام له امله، د اوبو مصرف ډېر شوی او له همدې امله ښکته هېوادونو ته د اوبو ورننوت کم شوی دی.
هغه غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د ګډو اوبو مسله باید په دقت او حساسیت سره وڅېړل شي، ځکه د اوبو د زیات مصرف له امله دا شخړه د سیمې د راتلونکې لپاره یوه جدي موضوع ګرځېدلې ده.

