ملګرو ملتونو په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کالو کې په سوډان کې د جګړې له کبله ګڼې ننګونې رامنځته شوې او دا مهال په یاد هېواد کې تر ۳۰ مېلیونه ډېر کسان بشري مرستو ته اړ دي.
په راپور کې راغلي، چې په سوډان کې د جګړې له کبله نږدې ۱۰ مېلیونه کسان بېځایه شوي او ورځ تر بلې د فقر او بېوزلۍ کچه مخ په پراخېدو ده. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې زرګونه سوډاني ماشومان د بېلابېلو وژنکو ناروغیو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو او اړمنو ته د مرستو د رسولو لپاره بېړني اقدامات پیل کړي.

