پوتین: روسیه به هېڅکله د امریکا فشارونو ته تسلیم نشي

۷ ورځې مخکې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو به هېڅکله د امریکا یا بل بهرني ځواک تر فشار لاندې سر ټیټ نکړي.

نوموړي د امریکا د نوو بندیزونو او د اوکراین د وسلې غوښتنې په اړه وویل، «که هر هېواد د روسیې پر خاوره برید وکړي، سخت ځواب به ترلاسه کړي».

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د امریکا حکومت د چهارشنبې په ورځ د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روس‌نفت» او «لوک‌اویل» تر بندیزونو لاندې راوستل. د دې پرېکړې له امله د نړيوال نفت بیه نږدې ۵سلنه لوړه شوې ده.

پوتین د امریکا او لوېدیځ له لوري لګېدلي بندیزونه «غیردوستانه اقدام» بللی، خو ویلي یې دي چې د روسیې اقتصاد به ترې جدي اغېزمن نه شي. هغه زیاته کړه، د هېواد د انرژۍ سکتور د بهرني فشار پر وړاندې د زغم وړتیا لري.

ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، که د روسیې د نفتو صادرات ګډوډ شي، د انرژۍ بیې به ډېرې لوړې شي او دا به سیاسي ستونزې راولاړې کړي.

هغه همدارنګه د بوداپست په ښار کې د ټرمپ له لوري د ګډې ناستې د لغوه کېدو یادونه وکړه او ویې ویل: «خبرې اترې تل تر جګړې او اختلاف غوره دي».

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړ، که اوکراین د لوېدیځو راکټونو په وسیله د روسیې پر خاوره برید وکړي، د مسکو ځواب به «دروند او ځپونکی» وي.

نور خبرونه

رادیو