د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د نیمروز ولایت د ترانسپورټ ریاست مسولینو د ایران په زاهدان ولایت کې له ایراني چارواکو سره د ترانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا لپاره ناسته کړې.
ناسته کې د وسایطو تګ راتګ، د توکو لېږد او د مسافرو د خوندیتوب په اړه خبرې شوي.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورخ یې خپره کړې راغلي، د نیمروز ولایت د ترانسپورټ رییس ملا محمد اقبال کلیم الله په مشرۍ، د طالبانو د بېلابېلو ادارو استازو د ایران زاهدان ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ایراني چارواکو سره ګډه ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي وسایطو فعالیت، د مسافرو او سوداګریزو توکو د خوندي تګ راتګ او د ترانزیټي اسانتیاوو د برابرولو پر موضوعاتو بحث شوی.
د ناستې هدف د طالبانو او ایران ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو پیاوړتیا او د سیمهییزو سوداګریزو لارو د اسانتیا رامنځته کول بلل شوي دي.

