په تونس کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۴۰ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

په تونس کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۴۰ کسان مړه شوي دي. په تونس کې ځايي چارواکو ویلي، ډوبې شوې کښتۍ ۷۰ کډوال اروپا ته لېږدول چې د مهدیه ښار ته څېرمه په اوبو کې ډوبه شوه او ۴۰ افریقايي کډوال په‌کې مړه شول.

د تونس د پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې دغه پېښه سږکال په سیمه کې د سمندري پېښو تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

نور خبرونه

رادیو