د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د والسټریټ ژورنال د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پکې د واشنګټن له لوري د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو ادعا شوې وه.
ټرمپ ویلي: دا «خبر بې بنسټه او جعلي» دی.
ټرمپ پر ټروت سوشل خواله رسنۍ لیکلي،چې د والسټریټ ژورنال راپور، چې ګواکې امریکا د اوکراین له لوري د لوېدیځو اوږد واټن توغندیو د کارولو اجازه ورکړې، بې بنسټه او جعلي دی.
هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات د دغو توغندیو په کارولو کې هېڅ رول نه لري او ورته مهمه نه ده چې دا وسلې له کومه ځایه راغلي یا اوکراین یې څنګه کاروي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې واشنګټن د هغو محدودیتونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې اوکراین ته یې اجازه نه ورکوله د روسیې د خاورې دننه موخې په نښه کړي.

