د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو په پنځمه لوبه کې کوربه لوبډلې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه. د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د ۳ پر ۱ پایلې په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.
لوبه په لومړي پړاو کې د بنګلهدېش په بریا سره پیل شوه، خو افغان لوبغاړو په پرلهپسې توګه درې نور پړاونه وګټل او سیاله لوبډله یې ماتې ته اړ کړه.
اوس به افغانستان سبا د سیالیو په پایلوبه کې د ترکمنستان پر وړاندې میدان ته ووځي.
ملي لوبډلې له دې وړاندې په دغو سیالیو کې د نیپال او مالدیف پر وړاندې درې ـ صفر بریاوې ترلاسه کړې وې، خو د سریلانکا او ترکمنستان پر وړاندې یې ماتې منلې وې.
د سریلانکا پر وړاندې د درې ـ دوه ماتې له امله افغانستان لس امتیازونه ترلاسه کړل او د نوملړ له مخې د پایلوبې پړاو ته ورسېد.
ټاکل شوې، چې د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو پایلوبه سبا ترسره شي، چې پر دې سره افغانستان یوازې یو ګام له تاریخي اتلولۍ لرې دی.

