د روسیې پخوانې ولسمشر: د امریکا وروستي بندیزونه د روسیې پر ضد یو «جګړه ییز عمل» دي

۷ ورځې مخکې

د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دیمیتري مدودف ویلي، د امریکا وروستي بندیزونه ښکاره کوي چې واشنګټن اوس د مسکو «ښکاره دښمن» ګرځېدلی او د ډونالډ ترمپ وروستي ګامونه د روسیې پر ضد د «جګړې عمل» بلل کېږي.

مدودف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ پر ټېلېګرام پاڼه کې کړي او لیکلي یې دي: «متحده ایالت زموږ دښمن دی، او هغه ټرمپ چې ډیرې خبرې کوي او وایي چې سوله غوښتونکی دی، اوس په بشپړه توګه د روسیې سره د جګړې په لور روان دی. دا پرېکړې یو ښکاره جګړه‌ییز اقدام دی، او ټرمپ اوس له اروپا سره، چې ځان یې له عقل څخه بې‌برخې ښودلې، بشپړ همغږی شوی دی».

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پلان شوې لیدنې انصراف اعلان کړ او د امریکا د خزانې وزارت د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روس‌نفت»او «لوک‌اویل»تر بندیزونو لاندې راوستل.

ترمپ مخکې روسیه «کاغذي زمری» بللی وه او ویلي یې و، چې مسکو د نړیوال اقتصاد او امنیت لپاره ستره ګواښ نه شي کېدای، خو د نوو بندیزونو له اعلان وروسته، د روسیې لوړپوړو چارواکو د واشنګټن کړنې جګړه‌ییزې او پارونکې بللې دي.

نور خبرونه

رادیو