د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۵۸ افغان بندیان خوشې شوي دي. د یاد وزارت له لوري په خپور شوي پیغام کې راغلي، چې دغه کسان د روانې اوونۍ په لړ کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانانو له یوې ورځې تر دوو میاشتو په زندان کې پاتې شوي دي. که څه هم د طالبانو د کډوالو وزارت دا نهدي ویلي، چې دغه افغانان په کومو جرمونو نیول شوي وو؛ خو تر ډېره په پاکستان کې افغانان د اوسېدو قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیول کېږي.

