د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د لړم دویمه) د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پاکستاني ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۸ وسلهوال وژل شوي او شپږ نور بیا ټپیان دي.
د یادې ادارې د بیان له مخې؛ دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترسره شوي دي.

