د هند په اندرا پردېش کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۲۰ کسان مړه شوي دي. ځایي چارواکي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټرسایکل له یوه مساپر وړونکي بس سره ټکر شو او له امله یې بس اور واخیست.
د ځایي چارواکو په وینا؛ په بس کې ټول ۴۱ مساپرو سپاره وو، چې ۲۱ یې ژغورل شوي؛ خو د دغه ۲۱ کسانو له ډلې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

