ټرمپ وایي، تمه لري چې له خپل چینايي سیال سره د لیدنې پرمهال ځینو هوکړو ته ورسېږي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې راتلونکې اونۍ په سویلي کوریا کې د چین له ولسمشر سره د لیدنې پرمهال د سوداګرۍ، سویابینو او اټومي وسلو په تړاو ځینو هوکړو ته ورسېږي.

ټرمپ دغه څرګندونې د ناټو له عمومي منشي سره د لیدنې پرمهال کړې او دا یې هم ویلي، چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د اوکراین د جګړې پای ته رسولو غوښتونکی دی. په ورته وخت کې د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ او مل پلاوي یې د چین د نادره فلزاتو پر صادراتو د لګېدلو محدودیتونو ستونزې حل په موخه مالیزیا ته سفر کړی دی.

نور خبرونه

رادیو