اندونیزیا کې د طالبانو سفیر ددغه هېواد د بهرنیو چارو له یوه لوړ پوړي استازي سره وکتل

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر مولوي سعدالله بلوچ د منځنۍ او ختیځې اسیا هېوادونو په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړي چارواکي ریکي احسان سره په جاکارتا کې کتلي دي.

په اندونیزیا کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ډیورنډ فرضي کرښې د وروستي وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قطر کې د شوې هوکړې په اړه خبرې وکړې.

مولوي سعدالله بلوچ په خبرو کې ټینګار کړی چې طالبان سولې، ښه ګاونډیتوب او رغنده سیمه‌ییزو همکاریو ته ژمن دی.

نور خبرونه

رادیو