د نړیوالو مرستندویانو ډله: په غزه کې د ناچاودو توکو پاکول به له ۲۰ تر ۳۰ کلونو وخت ونیسي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د نړیوالو مرستندویانو ډلې یو چارواکي ویلي، چې د غزې له ځمکې څخه د ناچاودو موادو پاکول ښايي له ۲۰ تر ۳۰ کلونو وخت ونیسي. نوموړي ویلي، چې تر اوسه د اسراییل له خوا د غزې له ځمکې د ناچاودو توکو د پاکولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو د ډیټابېس د معلوماتو له مخې، د اسراییل او حماس تر منځ له اوربند وروسته تر اوسه ۵۳ تنه د ناچاودو توکو له امله وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د مرستندویانو ډلې ویلي، چې د امریکا په منځګړیتوب له اوربند وروسته اوس هیلې پیدا شوې دي، چې د غزې له تړانګې د میلیونونو ټنو کثافاتو د پاکولو کار پېل کړي.

د چاودېدونکو توکو د شنډولو کارپوه نک اور وویل:«د غزې بشپړ پاکول ناممکن دي، ځکه ډېری بارودي مواد د ځمکې لاندې دي او موږ به یې د راتلونکو نسلونو لپاره هم موندلو ته دوام ورکړو.»

نک اور د غزې اوسنی حالت د دوهم نړیوال جنګ وروسته د برېتانیا له ښارونو سره پرتله کړل او زیاته یې کړه:«د سطحې پاکول، یعنې د ښکاره سیمو له ماینونو او بمونو خلاصول، د یو نسل په اوږدو کې ممکن کار دی، ښايي ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې بشپړ شي.»

هغه وویل چې د ده اداره د اوو غړو ډله لري چې راتلونکې اوونۍ به د غزې په مهمو برخو لکه روغتونونو او نورو ځایونو کې د جګړې پاتې موادو پېژندل او پاکول پیل کړي.

خو نوموړي زیاته کړه، چې د ده په څېر مرستندویو ډلو ته تر اوسه د اسراییلي چارواکو له‌ خوا د دغو وسایلو د ایستلو، له منځه وړلو او اړینو وسایلو واردولو رسمي اجازه نه ده ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو