طالبان وايي په درېیو ولایتونو کې یې نږدې ۴۰ ټنه قاچاقي توکي نیولي دي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۳۷،۵۲۶ ټنه قاچاقي توکي نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته داخل کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په نیول شویو توکو کې انساني او حیواني درمل، چاکلېټ، ګوړه، د دېګ مساله، پاکټي کوچ، خرما، رخت باب، تمباکو، د چلم مېوه او نور توکي شامل وو.

د طالبانو د مالیې وزارت زیاته کړې، چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر ګسان هم نیولي او عدليي ارګانونو ته یې ورپیژندلي دي.

همدا راز سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه درمل او نور توکي د طالبانو له خوا د لوړو مالیو له امله پر قاچاقي لارو افغانستان ته داخلیږي.

نور خبرونه

رادیو