د ځڼغوزیو د سوداګرو ټولنه وايي، سږکال په خوست ولایت کې د ځڼغوزیو حاصلات تر ۲۰زرو ټنو پورې رسېدلي چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښیي. د یادې ټولنې مشر شهزاد ځدراڼ ویلي، که څه هم حاصلات ډېر شوي؛ خو د صادراتو محدودو لارو دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړی وايي، د ځڼغوزیو د ساتنې لپاره باید سړې خونې جوړې او په ورته وخت کې نورو هېوادونو ته یې د لېږدولو اسانتیاوې برابرې شي.

