د برېټانیا د معلوماتو ادارې د افغانانو د افشا شویو معلوماتو په تړاو له رسمي څېړنو ډډه کړې

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

یوشمېر برېټانوي رسنیو راپورونه ورکړي، چې د دغه هېواد د معلوماتو د ساتنې ادارې (ICO) پرېکړه کړې چې د دفاع وزارت له لوري د افغانانو د افشا شویو اسنادو په تړاو هېڅ ډول رسمي څېړنې ونه‌کړي. د کډوالۍ اړوند دغه افشا شویو اسنادو د یوشمېر قضیو لرونکو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د برېټانیا د ملي حساب ورکونې ادارې په یو تازه راپور کې راغلي، چې د دوی دفاع وزارت د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ میاشت کې د معلوماتي امنیت په برخه کې ستره تېروتنه کړې او له امله یې د زرګونه افغانانو شخصي معلومات خپاره شوي دي.

د دغه افشا شویو معلوماتو د جبران زیان ۸۵۰مېلیونه پونډه اټکل شوی او په‌کې د دغو افغانانو نومونه، د اړیکو شمېرې او د کورنیو معلومات هم شامل دي. د برېټانیا د بیا مېشتېدو یا کډوالۍ دغه پروګرام هغو کسانو ته ځانګړی شوی و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ وو.

د دغه افشا شویو معلوماتو مساله د ۲۰۲۴کال په جولای میاشت کې رسنیزه شوه او برېټانیا کې یې توند غبرګونونه راوپارول. د یاد هېواد د ملي حساب ورکونې ادارې په وینا؛ دفاع وزارت په ۲۰۲۳کال کې هغه مهال له دغه افشا شویو معلوماتو خبر شو، چې د لسو افغان پناه غوښتونکو معلومات پر فېسبوک خپاره شول. د برېټانیا د معلوماتو کمېشنر جان اېډورډز پارلمان ته ویلي، چې دفتر یې پرېکړې کړې څو په رسمي توګه دغه مساله ونه ‌څېړي.

هغه زیاته کړې: «په دې ډول پېښو کې زموږ مداخله کولای شي د دفاع وزارت د چټک غبرګون مخه ونیسي. دا یوه ډېره جدي پېښه وه او لومړیتوب باید د هغو کسانو ساتنه وای، چې زیانمنېدای شول».

نوموړي څرګنده کړې، چې اداره یې د محرمو اسناد د ارزونې وړتیا لري؛ خو د امنیتي اجازې لرونکو کارکوونکو له کموالي سره مخ دي او همدې چارې د څېړنو مخه نیولې ده. برېټانیا د ARAP په نوم د افغان کډوالو د کډوالۍ ځانګړې پروسه لرله، چې پخوانیو افغان ژباړونکو، د دغه هېواد له پوځیانو سره په بېلابېلو برخو کې بوختو کارکوونکو او قراردادیانو ته یې برېټانیا ته د لېږد اسانتیاوې برابرولې.

د برېټانیا دفاع وزارت د همدې پروسې د غوښتنلیکونو معلومات په ناپامۍ کې افشا کړي او د یو شمېر ژباړونکو په ګډون یې د خپلو پخوانیو متحدینو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. برېټانیا کې دغې افشاګرۍ د معلوماتي سېسټم پر خوندیتوب او د دولتي ادارو د محرمو اسنادو د ساتنې پر مسالې جدي اندېښنې راپارولې دي. همدا راز راپورونو په ډاګه کړې، چې د دغه افشا شویو اسنادو له مخې طالبانو د برېټانیا یوشمېر قضه لرونکي ګواښلي او له خطرونو سره یې مخ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو