د لندن پولیسو ویلي، چې په بېړنیو حالت کې یې د چټګ او ګټور غبرګون په موخه تازه د ډرون الوتکو د کارونې نوښت پیل کړی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام چې “Drone as First Responder” نومېږي، لومړی به د ښار په شمالي سیمو کې پیل شي او بیا وروسته به نورو سیمو ته هم وغځېږي.
پولیس وایي، ډرونونه له مرکزونو څخه په لرې واټن کنټرولېږي او د پېښو ځای ته تر رسېدو مخکې ژوندۍ ویډیو د کنټرول خونې او د پولیس افسرانو موبایلونو ته لېږدوي چې ورسره به د مجرمینو د موندلو، د لادرکه کسانو لټون او د شواهدو راټولولو چارې ګړندۍ شي.

