د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو ۴۵ افغانان نیولي دي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

په پاکستان کې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، د نیولو لړۍ پر دوام پولیسو په کراچۍ ښار کې د ۴۵ افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه نیول شویو ۴۵ افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لاره او د پولیسو له لوري بېلابېلو زندانونو ته انتقال شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیولو عملیات پراخ او چټک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پولیسو په لاهور ښار کې د یو شمېر افغانانو د نیولو خبر ورکړی و. په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې د پولیسو عملیات پراخ او چټک شوي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د پولیسو له لوري نیول شوي او بیا افغانستان ته ستانه کړای شوي؛ ځینو یې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو په عملیاتو کې ان هغه افغانان هم ځورول کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

نور خبرونه

رادیو