طالبانو له بریتانیا نه د پېښو د مدیریت د ظرفیت لوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ادارې مشر نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره لېدنه کې په افغانستان کې د پېښو د مدیریت د ظرفیت لوړولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د یادې ادارې له لوري د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نورالدین ترابي د بریتانیا له ځانګړي استازي څخه غوښتنه کړې، چې د زړه سوري ناروغانو د درمنلې د پروګرامونو ملاتړ، د لټون او ژغورنې د ټیمونو جوړولو او د پرمختللو وسایلو په مرسته د هغوی د تجهیز، د رضا کارو ټیمونو پیاوړتیا او د کوچنیو وقایوي پروژو پلي کولو برخه کې دې مرسته وکړي.

د طالبنو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د بریتانیا ځانګړي استازي ژمنه وکړه چې د لټون او ژغورنې د ټيمونو د جوړولو او تجهیز او د رضا کارانو ټمیونو په برخه کې به مرستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو