اریانا افغان هوایي شرکت وايي پاکستان یې د الوتنو ډېرولو غوښتنه رد کړې

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي رییس بخت‌الرحمن شرافت وايي، پاکستان ته یې وړاندیز کړی و چې د افغانستان د خلکو د اسانتیا لپاره د لا زیاتو الوتنو اجازه ورکړي، خو دا غوښتنه یې پاکستان نه ده منلې.

نوموړي ویلي: «اریانا افغان هوایي شرکت په عمل کې ثابته کړې چې د ملت تر څنګ ولاړ دی او د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله یې د الوتنو کرایه یوازې (۱۴۰) ډالره ساتلې او نه یې ده لوړه کړې.»

د هغه په وینا، سره له دې چې په نورو سکتورونو کې د شرکت ګټه زیاته وه، خو د خلکو د مشکلاتو د حل په موخه یې له ګټې تېر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو