ایراني چارواکي وایي، د افغان ماشومانو زده‌کړې باید د کډوالۍ اړوند مسایلو قرباني نه‌شي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د ایران د کډوالۍ ملي ادارې د جوړېدو د ګډې لایحې اړوند کمېټې ویاند جلیل محمودي ویلي، چې د دغه هېواد د کډوالۍ په برخه کې د قانوني تشو له امله افغان ماشومان قرباني شوي او د هغو د زده‌کړو بهیر اغېزمن شوی. هغه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره باید دغه ستونزه حل شي.

محمودي د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) مهر اژانس سره په مرکه کې تینګار کړی، چې په ایران کې د کډوالو لپاره روڼ، تلپاتې او له اوسنیو شرایطو سره برابر قانوني چوکاټ نه‌شته چې له همدې امله جدي اندېښنې راولاړې شوې دي.

نوموړي وویل: «موږ د افغان کډوالو له پراخو څپو سره مخ یو؛ خو موږ لا هم ونه‌ شوای کولای، چې د دغه ټولنیز واقعیت د سم مدیریت لپاره یو منظم او هر اړخیز قانون جوړ کړو. اوسنۍ پرېکړې ډېری وخت د هغو لایحو پر بنسټ کېږي، چې کافي همغږۍ په‌کې نه‌شته».

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې د دوی د هېواد د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، پولیس او نور دولتي بنسټونه هر یو د خپلو داخلي لایحو پر بنسټ د کډوالو سره چلند کوي. د یاد چارواکي په وینا؛ دغه ګډوډي او د همغږۍ نشتوالي د کډوالو پر ښوونیزو او روغتیايي چارو بدې اغېزې کړې دي.

محمودي په ټینګار سره وویل: «زده‌کړې د هر ماشوم اساسي حق دی او موږ باید د قانون د نشتوالي له امله افغان ماشومان له ښوونځیو بې‌برخې نه‌کړو. دغه ماشومان زموږ د ټولنې یوه برخه دي او راتلونکی د زده‌کړو پر اساس رامنځته کېږي».

هغه له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د کډوالۍ ملي ادارې د جوړېدو لایحه ژر تر ژره تصویب کړي؛ څو یو منسجم قانوني جوړښت رامنځته شي، د کډوالو حقونه په رسمیت وپېژندل شي چې ایران د انسانیت له مخې په باعزته توګه د کډوالو کوربه‌توب وکړي.

ایران هغه هېواد دی، چې افغان کډوال ماشومان په‌کې وخت ناوخت د ښوونځیو دننه ان د ایراني ښوونکو له لوري ځورول او رټل کېږي. په دغه هېواد کې افغان کډوال د زده‌کړو تر څنګ له بېلابېلو ستونزو کړېږي. په دې وروستیو کې د تهران د سختو پرېکړو له امله یوازې په تېرو ۴میاشتو کې له ۱مېلیون ډېر افغانان له ایران نه اېستل شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ایران د افغان کډوالو لپاره یو تر ټولو له ځورونو ډک هېواد بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو