د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړل شوې او افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال له تېرو یوولسو ورځو راهیسې د لارو د پرانېستل کېدو په تمه دي.
د جمرود په سهولت مرکز کې د موټرو اوږد کتار د خاموشو خلکو انتظار دواړه تر سترګو کیږي. عبدالله، چې له خپلې کورنۍ سره له چترال څخه کډه شوی، د سفر یوولسمه ورځ تېروي،« موږ له خپل کلي راوتلي یو، هر څه مو شاته پرېښي دي، یوازې غواړو چې د تورخم دروازه پرانستل شي.»
د عبدالله په څېر زرګونه افغانان له پاکستان نه د بېرته ستنېدو په تمه دي، خو د اکتوبر د ۱۱مې او ۱۲مې شپه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې وتړل شوې.
د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته، نه یوازې سوداګریز ترافیک بند شوی، بلکې د عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ هم دروازې وتړل شوې.
اوس زرګونه کسان د جمرود په «سهولت مرکز» کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار او د سړې هوا تر څنګ، بنسټیزې اړتیاوې ورځ تر بلې کمیږي.
عبدالله وایي:« په موټرو کې ښځې، ماشومان او ناروغان شته. د خوړو او اوبو کمښت دی. ماشومان ناروغ شوي او د مشرانو روغتیا ورځ تر بلې خرابېږي»
۲۸ کلن محمد شاه، چې له لاهور نه یې تر کابل پورې د سفر ۳۱۵زره روپۍ کرايه ورکړې، اوس د بندې دروازې له امله هره ورځ اضافي لګښتونه ورکوي.
محمد شاه وايي:« يو لور ته په پاکستان کې اوږد انتظار پخپله يوه ستونزه ده او بل لور ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله د کډوالو ستونزې نورې هم زياتې شوې دي. په موټرو کې اوږد انتظار ډېر ستومانوونکی او دردناک دی، په ځانګړې توګه د هغو کورنيو لپاره چې له ځان سره ښځې، ماشومان او ناروغان لري.»
دغه افغان کډوال له طالبانو او د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي، چې د انساني خواخوږۍ له مخې د تورخم دروازه پرانیزي.
د خیبر پښتونخوا سیمه ییزو چارواکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمرود د سهولت په مرکز کې یې د افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو افغانستان ته د کډوالو د تګ او تورخم دروازې خلاصولو په اړه د مرکزي حکومت پریکړې ته په تمه دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوي، خو په دوحه کې د لوړ پوړو طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مذاکراتو وروسته لا هم د توخم په ګډون ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلي پاتې دي.
د پولې د بندېدو اقتصادي اغېز هم ژور دی. په مېوو او سبزیجاتو بار موټر د پاکستان او افغانستان په خوا کې بند پاتې دي، د سوداګرۍ راکړې ورکړې درېدلې او کوچني کاروباري کسان هره ورځ مالي زیان ویني.
د جمرود په سهولت مرکز کې د عبدالله، محمد شاه او جان محمد په څېر ګڼ افغان کډوال د سیاستوالو د ژمنو په انتظار نه دي، هغوی غواړي چې دا یخ انتظار زر پای ته ورسېږي.

