د یوې اوونۍ په تېرېدو سره؛ له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا مزې ترمیم شوې ندي

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

که څه هم له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد مزو له پرې کېدو یوه اوونۍ تېرېږي او د برېښنا اندازه له نیمایي هم راکمه شوې ده، خو د طالبانو د برېښنا شرکت ویلي، چې د ترمیم چارې روانې دي. له دغو ادعاوو سره سره لا هم برېښنا په بشپړ ډول نښلول شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د تېرې پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له ازبکستان څخه د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي برېښنا مزې د دواړو هېوادونو په پوله کې پرې شوې او لینونه د امو سیند ته لوېدلي دي.

دغه شرکت ویلي، د یادو مزو د پرې کېدو له امله ۱۳ ولایتونه له برېښنا بې‌برخې شوي او په سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر او کابل ولایتونو کې د برېښنا اندازه د پام وړ راکمه شوې ده.

په ورته وخت کې، په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم برېښنا د عادي ظرفیت له نیمایي کمه وېشل کېږي.

له دې سره سم، له ګڼو ولایتونو څخه افغانستان انټرنشنل ته د برېښنا د نشتوالي شکایتونه هم رسېدلي دي.

د کابل یوې اوسېدونکې د چهارشنبې په ورځ په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي: «په تایمني سیمه کې څو ورځې کېږي چې برېښنا نشته، لا هم چا دې ستونزې ته پاملرنه نه ده کړې.»

د لومړۍ ناحیې له مکروریانو څخه یوه بل اوسېدونکي هم ویلي: «موږ د ورځې برېښنا نه لرو.»

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت دوه ورځې وړاندې بیا په یوې ویډیو کې ویلي و، چې د پرې شویو مزو د ترمیم کار په چټکۍ روان دی او «په څو ساعتونو کې به برېښنا بېرته وصل شي»، خو له هغو څرګندونو د دوو ورځو په تېرېدو سره برېښنا نښلول شوې نه ده.

د یادولو ده، چې افغانستان د کورني برېښنا د تولید د ټیټې کچې له امله پر ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د تأمین لپاره ډېره تکیه لري. اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا وارداتي ده، چې ډېره برخه یې له ازبکستان او تاجکستان څخه راواردېږي.

نور خبرونه

رادیو